لومړی مخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويکيپېډيا ته ښه راغلاست

دا يو وړيا پوهنغونډ دی چې هر څوک يې سمولای سي؛ پښتو ويکيپېډيا تر دې مهاله يواځې ۱۷٬۲۹۲ ليکنې لري.

ټاکلې ليکنې · تانبې · وييپانگه
P religion world.svg دين
P vip.svg پوهنه
P history.svg تاريخ
P technology.png ټکنالوژۍ
P literature.svg ټولنه
P globe.svg جغرافيه
P mathematics.svg رياضي
P medicine3.png درملگري
P WWII.png الوتنه
P Science.png طبيعي پوهنې
P sport.svg تکړښت
P chemistry.svg کيميا
 د تانبو لړليک
اد فېسبوک رسمي حساب د ټویټر رسمي حساب د انسټاګرام رسمي حساب د يوټيوب رسمي حساب

پېژندنه · ښه راغلاست پیغام · ليکنه جوړول · ويکيپېډيا تگلاره · چای ځی · لارښود لړليک

نن ورځ پينځنۍ ده؛ دا ورځ د ۱۶ مارچ ۲۰۲۳م کال ده او د ۲۴ شعبان ۱۴۴۴م سره برابرېږي.

د نن غوره ليکنه

مدهوبالا

مدهوبالا په ۱۴ فبروري ۱۹۳۳ کي په نوي ډیلي کي نړۍ ته ته سترګي روڼي کړې. هغې د خپل ژوند ډېره برخه یا بیا خپل ټول ژوند په هند کي تېر کړ. د مدهوبالا د پلار نوم عطاءالله خان او او دمور نوم یې بیګم عایشه وه. د ۱۹۴۴ زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په چاودنې او اور کې یې کور وسوځيد اونهه کلنه مدهوبالا مجبوره سوه چې خپلې کورنۍ ته دیوې ګولې ډودۍ د پیداکولو لپاره فلمي نړۍ ته ولاړه سي. په خپلو هنري فلمونو کې مدهوبالا دهندوستان دمشهورو فلمي ستورو لکه؛ آشوک کمار، راج کپور، پرتهوي راج کپور، پردیپ کمار، شمي کپور، دلیپ کمار، سنیل دت او دیو آنند سره کارکړی دی. مدهوبالا په نړیواله کچه هغه مهال مشهوره سوه چې کله وتلي او منلي امریکايي مجلې (تیاتر او هنر) په ۱۹۵۲ کال کې د هغې انځورونه خپاره کړل، پر کومو چې ليکلي وه; (The Biggest Star in The World; د نړۍ ترټولو لویه ستورې). ددې فلمونو ډېر مینه وال درلودله په تېره بیا فلمونه لکه مغل اعظم، نیل کمل، شیرین-او-فرهاد، ساقي فلمونه یې ډېر مشهور سول. مدهوبالا په ۱۹۶۰ کال کې دیره سخته ناروغه سوه ځکه چې بدن یې ډیره وینه جوړوله، دغي بریالۍ فلمي اداکاري د ۱۹۶۹ زیږدیز کال دفبرورۍ د میاشتې په ۲۳مه په بمبئي کې د۳۶ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، او د سنټا کروز د مسلمانانو په هدیرې کې خاوروته وسپارل سوه.( بشپړه ليکنه...)

د نن لپاره يو ښه موضوع

د روژې جومات، مزارشريف
د روژې جومات، مزارشريف

روژه د اسلامي کليز نهمې مياشتې رمضان ته وايي . د پښتو ژبې روژه له عربي رمضان سره هممانيزه ويیکه ده. د اسلامي کليز په دغې نهمې مياشتې د نړۍ ټول مسلمانان ټولې ورځې د سهار سپېداغ څخه نيولې تر د لمر پرېوتو پورې په نهاره تېروي او نه خواړه خوري نه څښاک کوي، نه بې ځايه خبرو يا عام غیر اخلاقي کړنو لکه غوسه، نسوار، سگرېټ، جوارگرۍ ته مخه کوي. همدارنگه نه د خپلې مېرمنې سره روا جنسي نژدېوالي رښته ورکړل شوې.

دغې مياشتې ته د نړۍ ټول مسلمانان د سپېڅلې مياشتې په توگه گوري ځکه چې په دغه مياشت کې قرآن مجيد د اسلام ستر استازي او پيغمبر حضرت محمد(ص) باندې نازل شوی. همدې لپاره ټول مسلمانان د همدې مياشت په لړ کې د ځان دننه اعمالو او ځاني غوښتنو باندې بيا کتنه کوي او د نفسي هوا او هوس څخه د پاکۍ کوښښونه د عباداتو له لارې ترسره کوي. په دغه مياشت کې مسلمانانو ته د ډېر عبادت کولو ټينگار شوی چې له مخې يې ډېر زيات مسلمانان د پنځو وختو فرضو لمونځونو سره سره تراوې، اعتکاف او نور نوافل ترسره کوي.

( بشپړه ليکنه...)

وروستی لیکنې:
نورې ښې موضوع ګانې ورګډول

د نن غوره کتاب

سينوهه د لرغوني مصر د فرعون ( اخناتون ) ځانګړی طبيب و، چې له ميلاده ۱۳۵۰ کاله مخکې يې ژوند کاوه، چې خپلې خاطرې يې په پاپيروس ليکلې وې، چې دا ليکنې د کيندنو پرمهال لرغونپوهانو ته په لاس ورغلې.

سينوهه.png

ميکاوالټاري چې يو فېنلينډی ليکوال دی د همدې خاطراتو پربنسټ يو تاريخي ناول ليکلی دی چې سينوهه نوميږي. په دې ناول کې تاسو د مصر او شاوخوا سيمو د وګړو تاريخ، دولت، سياست، فلسفه، ارواپوهنه، کلتور، اقتصاد، هنر، عقيده، مذهب، جګړې .... نور موندلی شئ. دا کتاب ښاغلي ډاکټر محمد عيسی ستانکزي پښتو ژبې ته ژباړلی چې ژباړه يې ډېره ساده، روانه، نه ستړې کوونکې او له تلوسې او اندېښنې سره مل ده، چې لوستونکی نورو لوستلو ته تشويقوي. دا کتاب ۸۴۹ مخونه لري چې په دوه برخو کې ترتيب شوی دی چې پښتو ژباړه يې د دانش خپرندوی ټولنې په هڅو چاپ شوې ده.

د نن غوره انځور

په دې انځور کي د تاجیکستان لخوا د افغانستان د بدخشان ولايت یوه سیمه ښکاري؛ دا انځور ډېر ښکلی دی؛ البته لږ په غور کتنه غواړي، دا انځور د افغانستان د ښکلا يوه ځانګړې نمونه ده.
په دې انځور کي د تاجیکستان لخوا د افغانستان د بدخشان ولايت یوه سیمه ښکاري؛ دا انځور ډېر ښکلی دی؛ البته لږ په غور کتنه غواړي، دا انځور د افغانستان د ښکلا يوه ځانګړې نمونه ده.
انځورګره: نی‌نارال، د فینلېنډ د هیلسینکي څخه.

ويکيپېډيا څه ده؟

ويکيپېډيا د اېنټرنټ پر مټ د وړيا مېنځپانگې يو گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې د داوطلبو کارونکو لخوا او د هر هغه چا له لوري چې د انټرنټ اسانتياوې لري، ليکل کېږي. ددې پوهنغونډ د پرانيستې مېنځپانگې پروژه د ويکيمېډيا د بنسټ د بې گټې موسسې له لورې پرمخ بېول کېږي. د ويکيپېډيا نوم د دوه نومونو نه راوتلی دی چې يو يې ويکي (د ويبځايونو د جوړولو يو گډ تخنيک) او وروستۍ برخه يې د انګليسي د وييکې اېنسايکلوپېډيا د وروستاړي پېډيا څخه اخيستل شوی او په همدې توگه د ويکيپېډيا نوم ترېنه جوړ شوی دی. ددې پوهنغونډ بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ کال د جنوري په مياشت کې د جېمي وېلز او لېري سانگر لخوا ايښودل شوی.

په خبرونو کي

زاویه نیوز شبکه
زاویه نیوز شبکه
  • په ۱۹۴۸، د اګست په ۱۲مه د خیبر پښتونخوا جابر واکمن عبدالقیوم خان د بابړې 'قتل عام' ترسره کړ چې د خدایي خدمتګارو ۶۰۰ تنه یې ووژل. دا ورځ د چارسدې د تاریخ توره ورځ ګڼل کېږي.
  • د طالبانو حکومت د زاویه نیوز او هشت صبح ورځپاڼې وېب پاڼې تړلې دي. زاویه نیوز: د طالبانو دا ګام د بیان د ازادۍ ضد کړنه ده. د مخابراتو وزارت ویاند: د بندیز لامل د ژورنالیزم اصول نه مراعاتول دي.
  • افغان هېوادمشر غني: د سولې خبرې به افغان حکومت پخپله کوي
  • د تلې ۱۵مه: د روسیې ورنيژ پوهنتون کې نن سه شنبه د باچا خان او عدم تشدد کنفرانس جوړ شو.
  • ۲۰۱۸ ۳ می : افغان هېوادمشر اشرف غنی لومړی افغان وو چی خپله الکترونیکي تذکره يي تر لاسه کړه.

په دې ورځ

سردار داود خان
سردار داود خان

نن د ۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۶مه نېټه ده:

  • د اپرېل پر ٢٨مه د خلق ګوند وفادارو ځینو دولتي ځواکونو د وسلوالې کودتا په ترځ کې د افغانستان لومړی ولسمشر سردار محمد داود خان په خپل کاري دفتر ارګ کې شهيد کړ. او دا ورځ د ثور انقلاب د ورځې په نامه هم يادېږي.


ایا پوهېږئ؟

فضایي تېلېسکوپپه وسیله د ... انځور

  • د جبار په نامه خوپ، لړه یا مسیه ۴۲ چې په تاریخ کې لومړی ځل یې انځورکښنه وشوه. (په انځور کې )

د ویلیم هېرشل څلوېښت ګامه کلونو ټېلېسکوپ

د قزم په نامه کوشنی ستوری

  • د ټیټې کوشني ستوری هغه ستوری دی چې لمر پورې اړوند وي.
  • په ۱۹۹۲ز کال کې شومیکر لکۍ لرونکی ستوری-لیوي 9 ستوری چې له مشتري سره له ټکره دوه کاله مخکې په کوشنیو ټوټو بدل شو.او دا لومړی ځل و چې انسان د لمریز نظام دوه اسماني ستوري له یو بل سره د ټکر په حال کې ولیدل چې یوه انرژي ترې ترلاسه نه شوه. (په انځور کې)

کیڼ

  • ګيرارد كايبر لومړنی کس و چې د سپوږمۍ پر مخ یې د اپولو په وسیله راکوز شو.

نور...

ننۍ وینا

هندي متل دی چې:

«څوک چې ړانده ته میلمستیا کوي، دوه کسان به ورځي! »
نوې وينا ورگډول

غواړې ليکنه جوړه کړې؟

ويکيپېډيا يو وړيا گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې مونږ او تاسې ټول په شريکه په کې ليکنې خپرولی شو. ويکيپيډيا په لومړي ځل 2001 کال کې په انگرېزي ژبه پيل شوې، بيا د نړي په نورو بېلابېلو ژبو کې هم ويکيپيډياگانې پيل شولې. په ويکيپېډيا کې هر کارن د خپلې خوښې موضوع باندې ليکنې کولی شي. پښتو ويکيپيډيا کې هم گڼ شمېر ليکنې شته، دم مهال پښتو ويکيپيډيا ۱۷٬۲۹۲ ليکنې لري.

غواړې ليکنه جوړه کړې؟

ويکيپېډيا يو وړيا گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې مونږ او تاسې ټول په شريکه په کې ليکنې خپرولی شو. ويکيپيډيا په لومړي ځل 2001 کال کې په انگرېزي ژبه پيل شوې، بيا د نړي په نورو بېلابېلو ژبو کې هم ويکيپيډياگانې پيل شولې. په ويکيپېډيا کې هر کارن د خپلې خوښې موضوع باندې ليکنې کولی شي. پښتو ويکيپيډيا کې هم گڼ شمېر ليکنې شته، دم مهال پښتو ويکيپيډيا ۱۷٬۲۹۲ ليکنې لري.

ويکي خورلڼې پروژې

د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې؛