- فتوحاتِ #رمضان #المبارک
هغه (غزاګانې) جنګونه چې مسلمانانو د رمضان المبارک په میاشت کې وکړل👇
غزوهِ بدر :
17رمضان المبارک (دوهمه هجرۍ)
د نبي علیه السلام په مشرۍ کې د اسلام لومړی جنګ وو چې 313 نفرو صحابه کرامو مشرکینو ته ماتې ورکړه په دغه جنګ کې د مجاهدینو مرستې ته ملایکې هم را نزول شوي.
فتحِ مکه :
رمضان المبارک
(8 هجرۍ)
د نبي علیه السلام په مشرۍ کې صحابه کرامو له قلیل جنګ وروسته کفارو ته ماتې ورکړه نیول شویو کسانو لپاره نبي علیه السلام د عام معافۍ اعلان وکړو.
جنګِ البویب :
رمضان المبارک
(13 هجرۍ)
د حضرتِ مثنٰی بن حارثه په مشرۍ کې د فارس مجوسیانو ماتې وخوړه.
جنګِ قادسیه :
رمضان (المبارک 15 هجرۍ)
د حضرتِ سعد بن ابي وقاصؓ په قومنده کې له خونړي جنګ وروسته مجوسیانو ماتې وخوړه.
جنګِ رهوډس :
رمضان المبارک(53 هجرۍ)
د جناده بن ابې امیه په مشرۍ کې مجاهدینو له رومیانو څخه د (بحرِ متوسط) جزیره فتحه کړه.
معرکه ملاذکرد :
رمضان المبارک (463هجرۍ)
د الب ارسلان سلجوقي په مشرۍ کې اوسنۍ ترکیه کې مسلمانانو بازنطیني عیسایانو ته ماتې ورکړه.
فتحِ اندلس :
رمضان المبارک (12هجرۍ)
د طارق ابنِ زیاد په مشرۍ کې له عیسایانو سره له خونړي جنګ وروسته هسپانیه اوسنۍ (اسپین)فتحه شو.
فتح عموریه :
رمضان المبارک (223هجرۍ)
د یوې مظلومې مسلمانې خور په فریاد عباسي خلیفه معتصم باالله له تعرض وروسته عموریه فتحه کړه.
جنګِ شقحب :
رمضان المبارک (702هجرۍ)
د ناصر محمد قلاوون په مشرۍ کې د شیخ الاسلام ابنِ تیمیه په ګډون شام ته نیږدې شقحب سیمه کې مسلمانانو تاتاري لښکر ته تاریخي ماتې ورکړه.
فتحِ سرقوسه :
رمضان المبارک (264هجرۍ)
د جعفر بن محمد په مشرۍ کې د نهه میاشتو اوږدې محاصرې وروسته مسلمانان په (جزیرة السقلیه)باندې قابض شول.
فتحِ هند او پاکستان :
رمضان المبارک (94هجرۍ)
د محمد بن قاسم الثقفي لخوا د اوسنی هِند او سِیند سیمې فتحه شوې ۔
جنګِ بلاط الشُهداء : رمضان المبارک (114هجرۍ)
د عبدالرحمٰن الغافقي په مشرۍ کې فرانس فتحه کولو لپاره له عیسایانو سره د خونړۍ جګړې وروسته اسلامي لښکر ماتې وخوړه.
جنګِ حارم :
رمضان المبارک (559هجرۍ)
د سلطان نورالدین زنګي په مشرۍ کې اسلامي لښکر په اوسني (ادلب) سیمه باندې قابض شو.
جنګِ زلاقه :
رمضان المبارک (479هجرۍ)
د یوسف بن تاشفین په مشرۍ کې اسلامي لښکر د یورپ کفري اتحاد ته ماتې وکړه.
فتحِ جزیرهِ قبرص : رمضان المبارک (829هجرۍ)
مملوکي سلطان اشرف برسبایي په مشرۍ کې د قبرص جزیره دوهم ځل فتحه شوه له دې مخکې حضرت امیرِ معاویه فتحه کړې وه.
فتحِ بوسنیا :
رمضان المبارک (791هجرۍ)
دعثماني خلافت مشر سلطان مراد الاول په مشرۍ کې مسلمانان په سربیا، بلغاریه، پولینډ، او المانیا هیوادونو باندې قابض شول.
معرکه عین جالوت:
رمضان المبارک (658هجرۍ)
د سیف الدین قطز په مشرۍ کې د منګول تاتاریانو ظالم لښکر لومړی ځل ماتې وخوړه.
معرکه حطین :
رمضان المبارک (584هجرۍ)
د سلطان صلاح الدین ایوبي په مشرۍ کې د حطین له فتحې وروسته اسلامي لښکر د بیت المقدس طرف ته پرمختګ وکړو او بیت المقدس هم فتحه شو .